له افغانستان سره دهند او امریکې ستراتیژیک تړونونه
دافغانستان اوهند ترمنڅه دګډو او متقابله اوږدمهاله همکاریو ستراتیژیک تړون ځه موده وړاندیی د هند دوست هیواد ته دافغانستان داسلامی جمهوریت دجمهوررئیس درسمی اودوستانه سفرپه مها ل د دغو دواړو هیوادونودمشرانودحامدکرزی اومنموهن سېنګ ترمنڅ لاسلیک شواواوس په پام کی ده چی له افغانستان سره د امریکې متحدو ایالتونوداوږمهالوهمکاریودمهم ستراتیژیک تړون په اړه پریکړی اوتصمیم نیولوپه موخه د روان لمریزکال دلړم دمیاشتی پر۲۵ نیټه دافغانستان دبیلا بیلوشپاړسوټولنیزوپرګنود(۲۰۳۰) استازوپه ګډون دودیزه لویه جرګه دکابل دپولیتخنیک پوهنتون کی دجرګوپه جوړ شوی عصری سترتالارکی چی نژدی (۵۰۰۰) کسان په کې ځائیږی ،جوړه شی.لازمه بریښی چی د دغودواړو تړونونوله جملی څخه له افغانستان سره د هند ستراتیژیک تړون دهراړخیزه اهمیت اوزیاتې ګټورتیا او وروسته بیا دافغانستان او امریکې دستراتیژیک تړون په اړه په لاندی شرحه رڼا واچوله شی.
ځه موده وړاندی دافغانستان جمهوررئیس حامد کرزی دهند له جمهوریت څخه د یوی لیدنی په ترځ کی دهند له لمړی وزیرمنموهن سنګ سره دافغانستان اوهند دهمکاریوستراتیژیکو اړیکو تړون لاسلیک کړچی هغه دهیواد دننه اوباندی له بیلا بیلو غبرګونونوسره مل شو.
هند په ۱۹۴۷ زیږدیزکال کی دیومخه ییزه پاڅون په پائېله کی دهند دخپلواکی دګټونکو مشرانو مهاتماګاندی،جوهر لعل نهرو،شاستری،عبدالکلام خان اونوروهندی مبارزینوله بریتانیی څخه دخپل هیواد خپلواکي تر لاسه کړه اود نړۍ په نقشه کی دخپلواک جمهوریت په توګه راڅرګند شو.
هند نن په نړۍ کي دچین ولسي جمهوریت اوبرازیل دپرمخ ودی هیوادونوله ډلې څخه یوهیواد دی .هند دوګړودشمیرې له اړخه په نړۍ کی د چین له ولسي جمهوریت وروستې دویم هیواد دی او دوګړوکچه یی تریوملیارد څخه اوښتي ده .له سلوڅخه دزیاتوژبوویونکی اودمذهبونوپیروان پدغه هیوادکی ژوندکوی.افغانستان له هندوستان سره په لومړئ وار په کال ۱۹۵۰ میلادی کی چی دکال ۱۳۲۸ دمرغومۍ له ۱۴ نیټی سره سمون خوری دافغانستان دوخت دشاهی دولت او دهند جمهوریت ترمنځ د دوستۍ تړون لاسلیک کړای شو.
دهند دهېښوونکی اوبیړنئ پرمختګ له برکته هرکال په زرګونوهندی ماهران د تړونونو پربنسټ په نورو هیوادونوکی پردندوګمارل کیږي .افغان لورې دې ټکي اودغه زارله هند سره دافغانانو دتاریخی اړیکو اوراشې درشې ته په پام سره دروغتیا،اودپوهنې اوروزنې په برخه کی دهندپه مرسته دافغانانوپرروزلوټینګار کړیدی چی له امله یې په هیوادکی دماهرانود نشتوالي تشه ډکه شی.
په افغانستان کی دحامدکرزی په مشری له لنډمهالې ادارې راوروسته دهیواد مشرتابه په سېمه ییزه اونړیواله کچه دنړۍ او سیمئ په مهمو مسلوکې دافغانستان دونډې د بیا ترلاسه کولوپه موخه ډیرې هلې ځلې کړیدی اوکوی یی .
دافغانستان دباندنیو چارو وزارت ته دډاکتر دادفررنګین سپنتا په ټاکلو سره پدی برخه کی نه یواڅی دافغان مشر هلې څلې ګړندۍ نه شوې بلکي ان دهغو بشپړه کولو ته هم کلکه ملاوتړل شوه.
دافغانستان دباندنیوچارو وزارت دافغانستان له اسلامی جمهوریت سره دمتحده ایالاتو، انګلستان، هندوستان داوږدمهالو همکاریو دتړونونود لاسلیک کولو موضوعګانی دخپلی سیاسي تګلاری په سر کی ونیولی اوپدې لاره کی یی نه ستړی کیدونکي هلې ځلې ترسره کړیدی چی دهغو له ډلی څخه یی یو هغه تړون دی چی پدی وروستیو کی وختونو کی دهند دوست هیواد ته دجمهور رئیس حامدکرزی د سفر پر مهال د دغو دواړو هیوادونومشرانوحامدکرزی اومنموهن سینګ تر منځ لاسلیک شو.
دهندوستان او امریکې په څېرد نړۍ له هیوادونو سره دافغانستان دباندنۍ تګلاری دجوړونکواوپلي کوونکولخوا د دغه ډول تړونونو لاسلیک کولو موخه داده چی په مرسته یی وکولی شی افغانستان پرهغوننیوټولوستونزوبرلاسه شی چی افغانستان ورسره نن لاس اوګریوان دی.ترڅنګ یی لکه چی وړاندی ورته ګوته ونیول شوه پرافغانستان دنوروهیوادونو لخوا دتپل شویوجګړوله امله دافغانستان هیواد د سیمې له هرډول سیاسی اوجیوپولیتک سیالیواو نورواقتصادی پرمختیاووڅخه بی برخی کړای شونوپردی بنسټ دافغانستان دولت اوملت د سیمه ییزواونړیوالومرستوترلاسه کولوپه موخه د نړې او سیمی له هیوادونو سره داړیکود پراختیا او پیاوړتیا په موخه کوټلی ګامونه پورته کړل چی دهنددجمهوریت سره دستراتیژیکو همکاریواړیکواوږدمهاله تړون لاسلیک کول دافغان دولت د دغه ډول هلوځلوڅرګنده بیلګه ده
دنړۍ ځینو سیاستپوهانوافغانستان په سیمه کی دخپل مهم جغرافیوی موقیعت د شتون له کبله په یوویشتمه پیړۍ کی د آسیا د لویی وچې بالکان په نوم نومولی دی .
دافغانستان هیواد به هنداو امریکې په څېر دسېمې اونړۍ له هیوادونو سره داړیکو دټینګولو په مټ ژر وده وکړی او له هره پلوه به پرخپلوپښو ودریږی خو له بده مرغه ځینی ګاونډی هیوادونه اونوری افغان دښمنه کړۍ په لوی لاس ناوړه هڅه کوی چی افغانستان لدی ټولومثبتوخوځښتونواوپرمختګونوڅخه لیری په تیاره کی وساتی ،تاریخی ویاړونه یی ترپښو لاندی کړی اونوری لاس ته راوړنی یی له منځه یوسی اولدی لارې یې دتل لپاره خپل ځانته احتیاج او محتاج کړی.
که چیری دافغانستان او هند دګډو همکاریو اوږدمهاله تړون ته په غورسره وکتل شی نوپدی تړون کی ددواړوهیوادونوترمنځ دتاریخی نیکواړیکو پر ځلیدلواو ټینګیدلوټینګار شویدی چی له مخی یی دافغانستان دپوهنې اوروزنې، پوځی او سوداګرۍ دچارو په برخه کی پرمختګ راشي. دافغانستان هیواددتیرودوه دیرشو کلنو کړکیچونوله امله ډیری بنسیټزې شتمنې له لاسه ورکړي دي چی دبیا رغونی لپاره یی دنورو مرسته کوونکو هیوادونوترڅنګ دهند او امریکې په څېر دیوآزمویلو شوو ملګرو مرستې اوملاتړته زیاته اړتیالری.د دی ترڅنګ افغانستان یو خپلواک هیواد دی او له افغانستان سره د هند دهمکاریودغه تړون په ډاګه کړه چی افغانستان داحق لری دنړی له هرهغه هیواد سره چی وغواړی د راشه درشه تړون لاسلیک کړی.
له هند سره دافغانستان د همکاریودغه تړون دنړۍ دهیڅ کوم ګاونډی هیوادپه زیان ندی .په هیوادکی له لنډمهالې ادارې راوروسته دافغانستان مشرتابه په لومړی سرکی دخپلو اړتیاوو دپوره کولو او په دوهم ګام کی له ګاونډوهیوادونوسره د ښو او نیکو اړیکو پاللو په برخه کې تل هڅه او هاند کړیدی اوپدی برخه کې یې له خپلوګاونډیوهیوادونو په وړاندی تل دښه ګاونډیتوب له اصولواوښه نیت څخه کار اخیستی دی.
په خواشینۍ سره چی د افغانستان خلک نن د ژوندانه په ډیروبرخوکی د خپلواړتیاوودلیری کولوپه موخه دګاونډیوهیوادونوملاتړ اومرستې ته اړ دی. ګاونډي هیوادونه هم دیته اړدی چی دافغانستان ملاتړوکړی او دترهګرواو نورو تروریستی ډلو څخه د دغو هیوادونو ژغورولو ته ودانګی او دافغانستان له لاری دمنځینۍ اوجنوبی آسیا هیوادونواونوری نړۍ ته دخپلوهیوادونو سوداګریزومالونوصادرولو ته زمینه برابره کړی اوهم په سېمه اونړې کی له سولې سره مرسته وکړی .افغانستان دتاریخ په اوږدوکی هرمهال کی کله هم دبل ګاونډی هیواد پروړاندی ستونزې ندی راټوکولي اونه یی ددغو هیوادونوپه کورنیوچاروکی لاسوهنی کړیدی او تل یی دګاونډیوپروړاندی له لمسونونوډډه کړیده.
دافغانستان مشرتابه هڅه کوی چی نه یواځی دسیمې له هیوادونوسره اړیکې خوندې وساتی بلکی په نړیواله کچه یی هم دنړۍ له نورو هیوادونوسره اړیکوپه ټینګولوسره دسولې ګامونه لا غښتلې کړی او دولسونو ترمنڅه د باوراوډاډ فضا رامنڅته کړی.
له افغانستان سره دنړۍ یوشتمن اوپرمخ تللی هیوادپه توګه د امریکې متحدو ایالتونوداوږدمهالوهمکاریوداړیکوستراتیژیک تړون اوس دلته اوهلته دتودوخبرواترولامل ګرځیدلي دی اوافغانستان هڅه کوی چی ددغه تړون په مرسته دخپل ویجاړاو جګړه ځپلی هیوادننیوټولواقتصادي او امنیتي ستونزوبریالۍ شي. دهمکاریو ستراتیژیک دغه تړون به نه یواځی افغانستان له توروتیاروؤڅخه وباسی بلکی افغانستان به په سیمه ییزه او نړیواله کچه وکولی شی د نړۍ له بل هریو هیواد سره اړیکی ټینګي کړی اوهغه وپالي او دهمکاریودغه ډول ستراتیژیک تړونونه ورسره لاسلیک کړی.دراتلونکې دودیزې جرګي استازي دننیو ټولو پرمختګونواودنړۍ دولسونو تر منځ دیووالی اهمیت ته په پام سره پدی دلیل چی په یوازی توب کی ژوند د تل دپاره ناشونی دی دنړۍ له دغه ډول هیوادونو سره دافغانستان داړیکودپیل خوڅښت غښتلي کړی ترڅوله نوری نړۍ سره داقتصادي او سیاسي اړیکو په مټ د ستونزو په هواریدلو سره دخپل جګړه ځپلې افغانستان ماته بیړۍ د ژغورنی ساحل ته ورسوی او په جګړوکی خپل ښکیل هیواددافغانانو دپاره دامن او ورګلوی ټاټوبی وګرځوی .
داچی افغانستان له یوې خوا په زیاتو اقصادی ستونزوکی ډوب دی اودبیکارۍ،بیوزلۍ،فقر،بیکورۍ،اوبیسوادۍ په څېر له زیاتو بدمرغیو سره لاس اوګریوان دی او له بلی خوا دځینوافغان دښمنه هیوادونوپه لمسونه او هڅونه د ترهګرو اونوروتروریستی ډلودځانمرګوبریدونواو داسی نوروفجیعواو شنیعو عملونو له لاسه ځوریږی نو پردی بنسټ افغانان له دغه ډول زیاتو اقتصادی او امنیتی ستونزوڅخه دژغورولوپه موخه دیته اړ دی چی د امریکې او هند په څېر دنړۍ له هیوادونو سره دهمکاریو ستراتیژیک تړنونه لاسلیک کړی ،لدی پرته ناشونی ده چی افغانستان په یوازی توګه د دغه ډول ستونزوسره دمبارزه وکړی او له منځه یی یوسی.
خوشحال ځاځی
د باختر اطلاعاتی آژانس
© e-Government of Afghanistan,
All rights reserved.